په زيړوک ولسوالۍ کې نه يوازې دا چې د نجونو ښوونځي نشته بلکې د نارينه و لپاره هم څومره چې اړتيا ده د زده کړو زمينه نه ده برابره شوې.
د قلم لار بنسټ مسوول مطلع الله ویسا اطلاعات روز ته وويل، دغه کمپاين يې د کندهار د شپږو ولسواليو په شمول د هېواد ۱۴ ولايتونو ته غځولی او لا به هم دا لړۍ پراخه کړي.
عالمان وايي، د طالبانو حکومت دې په هغو سيمو کې هم انجونو ته د زده کړو زمينه برابره کړي، کوم چې د تېرو دوو لسيزو جګړو پر مهال له تعليم کولو بې برخې وې.
ستانکزی زیاته کړه، که غواړو د نړې سره سیالي وکړو؛ باید زده کړې وکړو او دا یوازې په واسکټ او پټکي نه کېږي؛ ساینس، کیمیا او جعرافیه باید زده شي.
انس حقاني وویل: مونږ او په ټوله کې اسلامي امارت د نجونو له ښوونځيو سره هيڅ ډول مخالفت نه لرو او زه ټول ولس ته ډاډ ورکوم، چې انشاالله له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به هم اجازه ورکول کيږي، تر څو ښوونځيو ته لاړې شي او خپلې زده کړې په اسلامي چوکاټ کې تر سره کړي
هرکله چې په دې اړه له شریعت او افغانی دود او کلتور سره سم د ښوونځیو لباس جوړښت طراحی، یوه جامع طرحه جوړه شوه او دطالبانو مشرتابه حکم وشي بیا به منځني ښوونځي او لیسې پرانستل شي.