ننګرهار کې روغتیایي چارواکي د سل د مخنیوي لپاره د چټکو اقداماتو خبره کوي او وایي، چې اوس مهال یې د ښار او ولسوالیو په دولتي او خصوصي روغتونونو کې یادې ناروغۍ د تشخیص ۹۵ مراکز پرانیستي دي.
ننګرهار ولایت کې شاخوا ۵۴ زره کسان په روغتیایي مرکزونو کې معاینه شوي چې له ډلې یې ۵۹۵۳ تنو نتیجه مثبته ختلې چې زیاتره یې کم عمره ماشومان دي