کندهار کې د رسامۍ هنر ښوونکی محمد فروق وايي، د تېرو کلونو په پرتله ورته د حکومت لخوا پاملرنه کمه شوې او له همدې امله تر بل هر وخت اوس په ستونزو کې راګير دي.
هغه له مسوولینو غواړي چې د دې برخې هنرمندانو لپاره دې په ښارکې د نندارې ځای ځانګړی کړي، څو خلک د دوی له هنر او کمال سره اشنا شي.
هغه وایي، چې له دې وړاندې به په اونۍ کې دوه یا درې د تیاتر پروګرامونه کېدل خو په وینا یې اوس دغه چاره تر ډیره کم رنګه شوې ده.
د پکتيا خطاطان، رسامان، ميناتوران، انځورګرانو او تابلو جوړوونکي، چې د ودان افغانستان ګوند ولايتي دفتر لخوا د هنرمندانو د ستاينې په يوه پروګرام کې يې خپل اثار او تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړې، هنر ته د دولت او مسولو ادارو په نه پاملرنه خواشيني دي.