د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي، چې پرمهال به یې په ټول ختیځ کې څه باندې اته لکه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وایي، په دې کمپاین کې به تر ۱۲زره ډېر هغه ماشومان واکسين شي چې عمرونه يې له شپږو څخه بيا ۵۹ میاشتو پورې وي.
د ارزګان روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې طالبانو په لومړي ځل دوی ته اجازه ورکړې ده چې په ټول ولايت کې کور په کور پر ماشومانو د پوليو واکسين پلې کړي.
وروستیو ورځو کې په کرونا د اخته کسانو د رسمي ثبت شمېر په ځینو ورځو کې له ۵۰۰ کسانو هم زیات شوی دی. په تېره میاشت کې په ورځ کې له دوو تر دریو مړینې کچه، اوسمهال ۱۰ ته رسېدلې ده. او د فعاله ناروغانو شمېر اوس له اووه زرو ډېر شوی دی. په داسې حال کې چې دوه اونۍ وړاندې له څلور زره او ۷۰۰ تنو او یوه میاشت وړاندې شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ تنه ول. له یوې میاشت مخکې د ورځینو اخته کسانو د ثبت سلنه هم د درېیمې څپې پیل ۴.۵ سلنه وه، دمګړۍ دغه شمېر ۱۸ تر ۲۰ سلنه رسېدلی دی.
هغه وایي لاهم ګوزڼ په دغه ولایت کې د ماشومانو لپاره لوی خطر دی او په کار ده چې کورنۍ خپل ماشومان ژر تر ژره واکسین کړي.
دغه راز کندهار کې يو شمېر کورنۍ بیا وایي، د خپل کور د نارینه و په نشتون کې نشي کولای ترڅو خپل ماشومان جوماتونو ته د واکسين لپاره یوسي.