د عامه او سټراټیژيکو اړیکو عمومي مشر وحید عمر نن (سه شنبه، ۸ د چنګاښ) یوې خبرې ناستې کې وویل، چې د پاکستان او طالبانو ډلې ترمنځ د نېغ په نېغه اړیکو او ملاتړ خبره کرار کرار روښانه کېږي.
ښاغلي عمر چې د حکومت رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکونې پروګرام کې خبرې کولې وویل، تېر ځل یې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې له مخې، د ۴۰۰ خطرناکو طالب بندیانو په ګډون ۵۰۰۰ بندیان ازاد کړل، خو کومه ګټه یې و نه کړه.
ښاغلي عمر پر ټوېټر لیکلي، چې د افغانستان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو تېر کې په تکراري ډول له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي. هغه ټینګار کوي چې افغان حکومت د امریکا له خوا د دوی ځواکونو وتلو په اړه هرې پرېکړې ته، درناوی کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره کې د ولسمشر د ۱۱۱ حکمونو باندې له یو میلیارد او ۱۳۱ میلیون ډېرې افغانۍ مصرف شوې دي. دغې ادارې د پالیسۍ ۹۱ کوډ له لارې له ملي بودجې څخه تر ټولو زیات لګښت کړی دی. د دې ادارې له خوا د میلیونیزو لګښتونو بېلګې په لاندې ډول دي.