کندهار کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي شکيب وایي، چې پاکستان ته یې د ۱۶۶۰ پسونو د قاچاق مخه نيولې او په دې تړاو یې اتلس تنه هم نیولي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې پاکستان ته د څارویو د قاچاق راپورونه خپریږي، چې عام وګړي یې د طالبانو له اوسني حکومت څخه د مخنیوي غوښتنه کوي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندی وایي، طالب امنیتي سرتیرو دغه شپږ کسان تېره ورځ (سه شنبه، ۱۰ د غبرګولي) د ګرمسېر ولسوالۍ د «صفار» په سیمه کي د پسونو د قاچاق په تور نیولي دي.