د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند اسد الله جمشید ویلي چې ځانمرګی بريد نن سهار شاوخوا اته بجې په اوله حوزه کې د «زړې قومندانۍ» مخامخ نوي کابل بانک ته څېرمه شوی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، پېښه نن (پنج شنبه، ۲۵ د لړم) سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند «نغرک پُل» ته څېرمه د یوې سلماني مخې ته شوې.
په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ او قونسلګرۍ چې د پخواني حکومت له ډيپلوماټانو سره دي، په يوه پيغام کې ويلي «د دې خونړۍ پېښې د عاملينو سخت زړي توب او د امنيت په تأمين کې د طالبانو ناکامي ښيي».
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې افغانستان کې د سياسي ثبات او امنيت راوستلو لپاره اړتيا ده چې په ټول هيواد کې «له هرې هغې ډلې سره مبارزه وشي چې ړوند تاوتريخوالی کوي او وينه تويوي.»
اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې د وروستي بريد په اړه «خواشيني»...
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معز الدين احمدي وویل، چې دا بريد نن (سېشنبه، ۱۶ د غبرګولي) سهار شاوخوا ۸:۱۵ بجې د فيض آباد په نوي ښار کې شوی دی.
داعش ويلي، چې د دې ډلې يو ځانمرګی بريدګر وتوانېد چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مخ کې بريد وکړي. د داعش له ادعا سره سم، په دې بريد کې د «ډيپلوماټانو» په شمول ۲۰ تنه وژل شوي دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې «مجیب الرحمان انصاري د جمعې د لمانځه لپاره له خپل کور څخه جومات ته روان و، چې یوه ځانمرګي بریدګر د هغه د لاس په ښکلولو سره ځان ته چاودنه» ورکړې ده.