په دې لیدنه کې د افغانستان د ښځوو د سوداګرۍ او صنایعو خونې عمومي مشرې افسانې رحیمي ویلي چې دا مهال د رسمي او غیر رسمي شمېرو پر اساس په کابل او ولایتونو کې ۲۴۷۱ متشبثې مېرمنې په انفرادي او ګروپي ډول فعالیت کوي.
یو اعتراض کوونکی محمد غوث وایي، یاده ځمکه کلونه مخکې د دوی د پلرونو او نیکونو له لوري پېرل شوې او اوس یو شمېر کسان په طالبانو کې له خپل نفوذ او اړیکو په کار اخیستو دا ځمکې خپلې بولي او دوی ته یې د ور پرېښودو خبر ورکړی دی.
د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې اړوند «شروع خیل» سیمه کې د اسلم او ظاهر خان کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر تر لفظي شخړې وروسته ډزې شوي، چې پرمهال یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.