سید احمد سیلاب وویل، چې په ترسره شوي ډله ییز واده پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په خبره یې چې تر ۷۰ میلیونه افغانیو زیات ولور د زومانو کورنیو ته وربښل شوی دی.
د یادو سلو جوړو د ډله ییز واده مراسم تېره ورځ (سې شنبه، ۲ د لړم) مرکز زرنج ښار کې د د «حبیب یار» خیریه بنسټ له لوري ترسره شول، چې د نیمروز د بېلابېلو ولسوالیو ځوانانو په کې ګډون کړی وو.
سيد احمد سېلاب چې د یاد ډله ییز واده مراسم یې برابر کړي وو، وایي چې د دغو زومانو او ناویانو هرې جوړې ته یې ۲۰۰ قلمه د کور د استعمال سامانونه هم ورکړي دي