د اصولي يوه خپلوان نن (پنجشنبه، ۱۳ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دی درې ورځې وړاندې نيول شوی او د برخليک په اړه يې معلومات نشته.
تېره ورځ ماښام مهال هم د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ملي بس سړک سیمه کې یو رنجر موټر د مقناطیسي ماین موخه وګرځېد، چې پایله کې یې یو نظامي ټپي شو.
د ښاغلي ارین په وینا، ټول راکیټونه پر استوګنځيو لګېدلي دي. طالبانو ډلې ویلي، پر کابل ښار راکیټي بریدونه د دوی کار نه دی.
د اور لګېدنې له پیله څلور ساعته تېرېږي، خو د اور وژنې اداره (اطفایه) نه ده توانېدلې چې اور کنټرول کړي.په دغه ځای کې د اطفایې غږونه هم اوریدل کېږي.
د تېرې ورځې په سهار د کابل پولیسو وویل، چې د کابل ښار دولسمې ناحيې اړوند احمد شاه بابا مېنې سیمه کې یو رنجر موټر د چسپکي ماین موخه ګرځېدلی. د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي و، په دې چاودنه کې یو نظامي وژل شوی او درې نور نظامیان ټپي شوي دي.