د کامې ولسوالۍ یو ځایي اوسیدونکی عبدالقدیر وایي، چې دا پېښه نن (دوشنبه، ۴ د غویي) سهار وختي شاوخوا ۴:۰۰ بجې د دې ولسوالۍ د «ګرداب» قریه کې رامنځته شوې.
د وژل شوي کس لاسونه او پښې تړل شوي او بیا په ډزو وژل شوی چې ځایي خلکو یې نن سهار مړی هغه وخت موندلی چې دوی غره ته د تیږو ویستلو پسې روان وو.
د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې ناپيژانده وسله والو د وکیل احمد په نامه پر یوه ۲۵ کلن ځوان چې دوکانداري یې کوله ډزې کړي، چې پرمهال یې نوموړی وژل شوی او د پېښې عاملین له سیمې تښتیدلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، غرمه شاوخوا دولس بجې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ «قلعه اخوند» سيمه کې د يوې ريکشې او هينو موټر ترمنځ ټکر شوی چې له امله يې په شترینګي ريکشا کې ناست پنځه کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ وياند عبدالبصیر زابلى وایي، د نصیب الله په نامه د دغه کس جسد تېره ورځ ناوخته طالب سرتیرو د کامې ولسوالۍ اړوند «ترۍ» سیمه کې له کونړ سيند څخه را اېستلی دی.
سېلابونو په کامې ولسوالۍ کې د مولوي روح الله استوګنځای نه بلکې سلګونه نور کورونه هم ړنګ کړي او د ځایي اوسیدونکو په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.
د یاد بنسټ مسوول قاري محمد شاه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا کار یې په ټولنه کې د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په موخه کړی. نوموړی وایي، هڅه کوي خپل فعالیتونه نورو ولسوالیو او ولایتونو ته هم وغځوي.
که څه هم د یادې پېښې لامل لا څرګند نه دی، خو په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
بلخوا د کامې ولسوالۍ طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې نښته په یوه حقوقي موضوع رامنځته شوې او د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
د کامې ولسوالۍ روغتون کې یوې روغتیایې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط هم تایید کړې، چې تیره شپه ورته له یادې سیمې د یوې کورنۍ پنځلس غړي په مسموم حالت کې روغتون ته راوړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.