د کندهار پوهنتون مسوولين بیا وایي، د طالبانو له بيا واک ترلاسه کولو وروسته په ټول هيواد کې د انکشافي کارونو د درېدو لهامله نه دي توانيدلي چې پوهنتون کې شته ليليې د ۳۰ سلنې پاتې کار له امله پرانيزي او محصلينو ته پکی ځای ورکړي.
د طالبانو د دعوت او ارشاد امريت له لوري پوهنتون ته په استول شوي مکتوب کې ویل شوي چې استادان او اداري کارکوونکې باید ږیرې پریږدي، لونګۍ وتړي او په ټاکل شوې لاره تګ راتګ وګړي.