نړيوال بانک ويلي، چې د نوې مرستې په کڅوړې سره به په ښاري او کليوالي سيمو کې د دې پروژې فعاليتونه زيات شي، د ښځو لپاره د معيشت زيات فرصتونه برابرېږي، همدارنګه له اقليمي بدلونو سره د مبارزې په برخه کې د انعطاف منلو پر چارو تمرکز زياتېږي.
د افغانستان په راپور کې ويل شوي چې طالبانو د شريعت د قوانينو له مخې د بشري حقونو نړيوالو معاهداتو ته د درناوي ادعاوې کړي، خو داسې هيڅ مدرک نشته چې د تصويب شويو معاهداتو په تړاو د افغانستان د تعهداتو د اجرا کولو لپاره د دوی د ادعا ملاتړ وکړي.
د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان لپاره امید قنبري ګول وکړ. په دوهمه نیمايي کې د افغانستان له لوري څلور ګولونه ووهل شول، چې مهران غلامي دویم ګول وکړ، اکبر کاظمي او مهدي نوروزي بیا درې ګولونه وکړل.
د ملګرو ملتونو ښځينه برخې نن پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، په داسې حال کې چې نړۍ په معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ کې د ښځو د زيات ګډون لپاره هڅې کوي، خو افغانستان د هغو ميليونونو نجونو د هيلو په هديره بدل شوی چې له ښوونځي پاتې دي.
يوه مهمه خبره چې په ډاګه نه بيانېږي، هغه داده چې حجاب (Veil) په تاريخي توګه تر اسلام وړاندې ريښې لري او تر ديني حکم وړاندې دا د ټولنيزو او اقتصادي حالاتو له کبله رامنځته شوی دی.
د دوشنبې په ماښام (۱۰ د غويي) وسله والو کسانو د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمديه ښارګوټي کې چې په شهرک اندیشه هم يادېږي، له جوماته پر راوتونکو لمونځ کوونکو ډزې وکړې.
د هيوادونو استازي د هغو فعاليتونو په اړه خبرې کوې چې په تېره دوره کې يې ژمنه کړې وه چې د وړانديزونو د تطبيق لپاره به يې عملي کوي او همدا راز د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګونو په اړه غږېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې به شاوخوا ۱۵.۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
د بشري حقونو د شورا په اعلاميه کې راغلي چې په څلورمه دوره کې تمه کېږي چې هيوادونه د بشري حقونو په برخه کې پر پرمختګونو او هغو فعاليتونو خبرې وکړي چې د تېري دورې پر مهال يې د وړانديزونو د تطبيق لپاره ژمنه کړې وه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې د يوه هزاره مشر له خولې ويل شوي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د ارزګان په يوه کلي کې لږ تر لږه ۱۳ تنه هزاره اوسېدونکي په دې موخه وژل شوي چې هغوی له خپلو ځمکو او کورونو څخه وشړل شي.