«بيخي ستړې يمه د خپل ژوند څخه په تنګه شوې يمه زه حيرانه يمه چې په دغه خپلو اولادونو څه وکړم د خوراکي توکو مرستې دې راسره وکړي چې اولادونه مو له لوږې مړه نه شي.»
بخت بي بي هغه ارزګانۍ میرمن ده چې په تېرو جګړو کې یې څلور زامن قرباني شوي او اوس د څلورو کونډو ترڅنګ د ۴۰ یتیمانو سرپرستي ورپاتې ده.
ارزګان ولايت کې د طالبانو د شهيدانو او معلولينو رياست مشر عتيق الله منظور وايي، چې دوی دا مهال ټول بې سرپرسته کورنيو سره د نغدو پیسو مرستې کوي. هغه وايي د هر يتم لپاره دوه زره افغانۍ ځانګړې شوي او ورکول کيږي.
کندهار کې سوالګرې میرمنې وایي، د بې روزګارۍ، غربت او بې سرپرستې له کبله اړې شوي ترڅو په ښار کې سوال وکړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د هلمند ولايت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمير هغه ماشومان چې د کورنۍ سرپرستان يې په تيرو جګړو کې وژل شوي اوس د زده کړو پرځای درانه کارونه کوي.