پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له خولې ويلي، چې د پاکستان د پوځ ماين خنثا کوونکې ډله په سيمه کې د ماين په شنډولو بوخته وه چې ډزې پرې شوي او دوه پوځيان ځای پر ځای وژل شوي دي.
له تېرو دریو ورځو راهیسې د ډنډپټان او پاړاچینار ترمنځ لاره د مسافرو د تګ-راتګ پر مخ تړل شوې او له کرښې پورې غاړې لاهم ګڼ افغانان بند پاتې دي.
د ډان نيوز له راپور سره سم، د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې نن وختي د ترهګرو يوې شپږ کسيزې ډلې پر دې مرکز بريد وکړ.