دی وایي، هغه کسان چې په نشهیي توکو روږدي وي، د ۴۵ ورځو لپاره یې په یاد روغتون کې درملنه کیږي چې وروسته د ضمانت په ترلاسه کولو سره کورته رخصتیږي.
دوی وایي، د جلال اباد ښار لغمان هډې ته څیرمه، توپ غونډۍ، چپرهار هډه او د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند کمپونو سیمه کې د ځينو کسانو له لوري په ښکاره ډول نشه یي توکي پر روږدو کسانو پلورل کیږي، خو څوک یې مخنیوی نه کوي. د جلال اباد ښار یوه اوسیدونکي شریف الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د نشه یي توکو ډېری خرڅوونکي ماشومان او میرمنې دي، چې د وخت په تېرېدو پرې دوی هم اخته کیدای شي.