د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيرې د ټويټونو په يوه لړۍ کې د طالبانو تصميم د «نه درک وړ»، «نه دفاع کېدونکی» او د اسلام ضد بللی دی.
د شمیرو له مخې، د افغانستان په سلو کې ۱۳ سلنه وګړي معلول دي. دا روښانه نه ده چې په دې کې د ښځو کچه څومره ده.
طالبانو د ښځو د اعتراضونو او غونډو د ځپلو پر دوام د تېرې پنجشنبې په ورځ (۱۲ د لړم) ظریفه یعقوبي د څلورو نورو کسانو سره د کابل په لویدیځ کې د یوې خبري ناستې پر مهال ونیول.
کرن ډېګر د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵مې کليزې په مناسبت د کندهاري طالب مشرانو غوښتنه کړې وه، څو د بشري حقونو په برخه کې د افغان فعالانو او نړيوالو هڅو ملاتړ وکړي.
کرن ډیګر په یوه ټویټ کې لیکلي: «هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره خبرې کوي افغانستان ته ګواښ نه پېښوي، خو خپلسری توقیف ثبات ته زیان رسوي او یقینا دا سولییزه کړنه نه ده.»
د امریکا د سفارت شارژدافیرې وویل، هیواد یې هڅه کوي، چې له دیپلوماتیکو او سیاسي لارو طالبان اړ کړي چې انساني ژوند ته د درناوي، بشري وقار او بشري حقونو ته درناوي په برخه کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي.