کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۳۲ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۱۵ نور مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۶۴۷ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۳۲ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، تخار، بغلان، نیمروز، پروان، غزني، لوګر، بادغیس، بدخشان، میدان‌وردګ، لغمان، غور، کونړ، پنجشیر، فراه، زابل او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۰ زره او ۲۰۲ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۳۸ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۸ زره او ۶۸۶ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۵ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۲ تنو ته ورسېد.