طالبانو پکتیکا کې په ماشین د غنمو رېبل منع کړي

اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې د لېرې پرتو ولسوالیو ځايي خلک وايي، طالبانو ورته ویلي، چې د تراکتور په وسیله د غنمو له رېبلو ډډه وکړي که نه جزا به وګوري.

د مټاخان ولسوالۍ یو تن بزګر د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو له خوا په سیمه کې ټولو بزګرانو ته ویل شوي، چې ځوانانو ته د کاري فرصت د برابرېدو لپاره باید د تراکتور په ماشین د غنمو رېبل و نه شي. 

د نوموړي په خبره چې د دوی له دې کاره هدف بې روزګاره ځوانانو ته د بوختیا پیدا کول دي.

هغه وايي: «زمونږ په سیمه کې به پخوا د تراکتور ماشین په واسطه غنم رېبل کېدل، خو دا ځل چې طالبان حاکم شوي ټولو بزګرانو ته یې ویلي، چې کرلي غنم او للمي به په بې روزګاره ځوانانو رېبئ نه د تراکتور په ماشینونو باندې.

دغه بزګر زیاتوي، چې ډیری کسان په سیمه کې تراکتور د ګټې یوازینۍ سرچینه یادوي او په خبره یې که د تراکتور پر ځای یې خلکو ته ورکړي، نو د ګټې پر ځای به په کې تاوان وکړي.»

په همدې حال کې بیا د یاد ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ یو بزګر حافظ الله په دې نیوکه کوي، چې د طالبانو له خوا ورته له اندازې زیات عشر ټاکل شوی دی.

د نوموړي په وینا چې په سږ وچکالۍ کې یې حاصلات خورا کم دي، خو بیا هم ترې طالبان له اندازې پورته عشر غواړي.

حافظ  داسې وویل: «زمونږ په سیمه کې سږ کال سخته وچکالي وه او څومره چې مونږ تمه درلوده هماغومره اورښتونه و نه شول، خو له وچکالۍ سربېره بیا هم کرنې ریاست راته د عشر لپاره له اندازې زیات غنم ټاکلي چې دا به ورکوو. که مونږ دغه کار وکړ، نو په سږنیو حاصلاتو کې هیڅ ګټه نه شو کولی.»

په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولینو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د عشر په نوم له بزګرانو د حاصلاتو یو برخه اخیستل کیږي، چې خلک یې مناسب کار نه بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه