اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۱۲۳ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۸۰ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، قندهار، بغلان، پروان، بادغیس، پنجشیر، ارزګان او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۰ زره او ۵۳۶ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۷۵ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۸ زره او ۷۹۹ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۵۴ تنو ته ورسېد.