اطلاعات روز ورځپاڼې په خپل مدیریتي جوړښت کې نوي بدلونونه اعلان کړل

اطلاعات روز: اطلاعات روز ورځپاڼه اعلان کوي چي ليکوال او طنز ليکونکی سخيداد هاتف د دې ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلي هاتف له دې وړاندې اطلاعات روز ته د طنز او تحلیل په برخه کې لیکنې کولې.

سخيداد هاتف د بلخ پوهنتون ژورناليزم پوهنځي کې زده کړې ترسره کړي. نوموړي د ۱۳۹۳ کال له ثور میاشت راهیسې په څلویښت تکه کالمونو کې په  طنزي او تحلیلي برخه کې د اطلاعات روز لپاره ۸۷۸ مطالب لیکلي دي. برسېره پر دې، هغه په دې وروستیو کلونو کې د یو شمیر نورو فارسي ژبو ورځپاڼو او مجلو لکه د جامعه باز او حلزون مجلې سره هم قلمي رابطه ساتلې ده.

په ورته وخت کې د امتياز خاوند او د اطلاعات روز ورځپانې پخواني مسوول مدير ذکي دريابي له خپلې دندې استعفا کړې او له دې وروسته به د دغې ورځپاڼې د اجرايي رييس په توګه دنده ترسره کوي.

اطلاعات روز ورځپاڼه د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د رسنیو په ډګر کې د رامنځته شویو نویو غوښتنو ته د ځواب ویلو له امله دغه تشکیلاتي بدلونونه اعلانوي. اطلاعات روز باور لري چې سخيداد هاتف د خپل لوړ استعداد او زیرکتیا په درلودلو سره کولای شي چې د دغې ورځپاڼې د مسوول مدیر دنده په ښه توګه پر مخ یوسي او په اوسنيو حساسو شرایطو کې د اطلاعات روز ورځپانې د مخاطبینو غوښتنو ته ځواب ووايي.

اطلاعات روز ورځپاڼې په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې د ذکي دریابي په مسوول مدیریت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د فعاليت جواز ترلاسه کړ. په تیره یوه لسیزه کې، اطلاعات روز د سیاست، امنیت، حکومتدارۍ، اقتصاد، ټولنې، کلتور، روغتیا، سپورت او ټکنالوژۍ په برخو کې په آزاده، خپلواکه، بې طرفه فعالیت کړی دی.

اطلاعات روز ورځپاڼې خپل اساسي اهداف د افغانانو د ریښتیني غږ انعکاس، د کره، مستند، متوازن او بې پرې معلوماتو وړاندې کول ټاکلي دي. دې ورځپاڼې د تېر کال د اسد تر ۲۴ مې نېټې پورې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نیټې سره سمون خوري، چاپي او انلاین خپرونې درلودې، خو په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو بیا ځل واکمنیدو سره د اطلاعات روز د چاپي خپرونو لړۍ بنده شوه او اوس مهال دا رسنۍ یوازې آنلاین فعالیت کوي.