پکتیکا کې دوه ځوانان د لامبو پرمهال اوبو غرق کړي

اطلاعات روز: د پکتیکا او غزني ولایتونو ترمنځ د «سربندې» بند کې دوه ځوانان د لامبو پرمهال اوبو غرق کړي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته (پنج شنبه، ۳۰ د چنګاښ) د پکتیکا ولایت اړوند د سربندې په نوم د اوبو په لوی بند کې دوه کسان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.

د سرچینې په حواله چې یاد بند ته د هیواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ کسان د تفریح لپاره ورځي، چې ځینې یې د لامبو نه زده کړې له امله له ورته پېښو سره مخ کیږي.

سرچینې دا ونه ویل چې یاد ځوانان څوک او د کوم ولایت وو.

د یو بل خبر له مخې چې وړمه ورځ د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یو ماشوم بیا د سیلاب راتلو له امله مړه شوی و.