طالبانو پکتیکا کې په غلاوو تورنه یوه ډله نیولې

اطلاعات روز: پکتیکا کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ښرنه او ځینو ولسوالیو کې د غلاوو په پېښو کې ښکېل یو سرګروپ یې سره د هغوی له ملګرو نیولی دی.  

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر جاوید بدري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي یادو کسانو به له دې وړاندې په مرکز ښرنه، مټاخان، ارګون، کټواز زون او ځینو نورو ولسوالیو کې د موټر سایلکلونو په تښتونې کې لاس درلود.

نموړی زیاتوي یاد کسان یې تېره ورځ ناوخته (یکشنبه، ۲ د زمري) د پکتیکا مرکز ښرنه کې نیولي دي.

د هغه په خبره چې نیول شویو درې کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د پاتې نورو پنځو ملګرو په اړه یې هم له طالب امنیتي کسانو سره معلومات شریک کړي دي. دوی یاد کسان په داسې مهال کې نیسي، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او ځینو ولسوالیو کې د غلا او انسان تښتونو پېښو خلک سخت اندېښمن کړي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.