کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۰۱ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۱۶نور مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۶۳۶ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۰۱ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، تخار، بغلان، پروان، دایکنډي، لوګر، بدخشان، لغمان، کونړ، پنجشیر او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۸۹ تنو ته ورسېد.     

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۸۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۹ زره او ۷۸۴ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۶ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۱۰۵ تنو ته ورسېد.