د بریښنا نشتوالی، د اوبو کمښت او د اوسپنې صنعت کارانو تيښته

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د برېښنا نشت د اوسپنې وېلې کولو پنځه ترټولو لويې فابريکې د بندېدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د کندهار په صنعتي پارک کې پر یادو فابریکو له دريو څخه تر پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې، چې له افغانستان څخه پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته یې د زړې اوسپنې د لیږد او قاچاق مخه ډب کړې ده.

هغه اوسپنې چې پخوا ګاونډ پاکستان ته قاچاق کیدې او هلته به په ډیره ټیټه بیه پلورل کیدې، اوس مهال په دغو فابريکو کې وېلې کېږي، او بېرته بازار ته اوسپنیز توکي وړاندې کوي.

د ښايسته‌‌ کندهار په نوم د اوسپنې د يوې فابريکې مسوول حاجي خان ګل اطلاعات روز ته وويل، اوس یې مهال د برېښنا له نشتون سره مخامخ دي او د اوسپنې د وېلې کولو دغه لويه فابريکه يې د يوه نامعلوم راتلونکي سره مخ ده.

نوموړی وايي، تراوسه يې فابريکې په بشپړه توګه فعاليت نه دی پيل کړی خو لا د سقوط سره مخ ده.

کندهار کې د اوسپنې ویلې کولو د یوې فابریکې مسوول وایي، د بریښنا نشتون له امله یې فابریکه د تړل کیدو له ګواښ سره مخ ده

د ده په خبره، اوس مهال ۱۵۰ تنه ورسره کار کوي خو، د همدې فابريکې تر بشپړ فعالېدو وروسته به د کاریګرو شمېر درې سوو ته پورته شي.

حاجي خان ګل زياتوي، چې په ۲۴ ساعتونو کې دوی ته اته ساعته برېښنا ورکول کېږي او دې چارې يې د فابريکې فعاليت له پيل څخه ټکنی کړی دی.

د ده په وينا، چې اوس د خپلې اړتيا وړ برېښنا د غټو برقي ماشينونو څخه ترلاس کوي او يوازې په دوولسو ساعتونو کې شپږ زره لېټره ډېزل مصرفوي.

نوموړی د ډېزلو له لوړ قيمت څخه خبره کوي او زياتوي چې دغه مصرف نور نشي پوره کولای او په سختو ستونزو کې کار پر مخ وړي.

دی وايي، اوس مجبور دی چې د برېښنا د نشتوالي او د ډیزلو د لوړ قیمت له کبله يوازې اته ساعته دا فابريکه فعاليت وکړي.

هغه وویل: «له ازبکستان څخه چې کومه برېښنا را وارديږي بايد د هغه کار بشپړ شي، که د کجکي برېښنا ټول برق يوازې د کندهار صنعتي پارک ته ورکړي بيا هم زموږ اړتیا نه شي پوره کولای، دلته داسې فابريکې شتون لري چي په يوازې سر لس ميګاواټه بريښنا ته اړتيا لري، د دغې فابريکې په جوړېدو سره پاکستان ته د اوسپنې د قاچاقو مخه هم نيول شوې.»

د اوسپنې د وېلې کولو په اړه د دغې فابريکې مسوول وويل چې د ېوې ورځې په جریان کې ۲۵ ټنه اوسپنه تولیدوي او بازار ته يې وړاندې کوي.

ورته مهال په دغه فابریکو کې داسې کسان هم کارکوي چې د کورنۍ ۳۰ تنه غړي په يوازې سر ساتي او نفقه ورته برابروي.

روزي خان د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ څخه دلته د کار کولو لپاره راغلی، نوموړي اطلاعات روز ته وويل، د خپلې کورنۍ ۳۰ تنه غړي په يوازي سر ساتي او که بېکاره شو نو هر څه به ګډوډ شي.

هغه زياتوي اوس مهال د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د اوسپنې جوړولو ټولې فابريکې د بېلابېلو ستونزو ترڅنګ د برېښنا له نشتون سره مخ دي.

په دغه فابریکو کې شته کاریګر وایي، که د اوسپنې ویلې کولو یادې فابریکې وتړل شي نو دوی به هم ورسره بیکاره شي

د‌ روزي خان په وينا چې نورو ولايتونو کې د برېښنا ستونزې دومره نه دي لکه کندهار ځکه په وينا يې د برېښنا رياست له لوري د ورځې په جریان کې د اته ساعته برق ورکول وعده شوې خو دغه رياست يوازې شپږ ساعته برېښنا ورکوي.

د ‌ده‌ په حواله:«که د پانګوالو د برېښنا ستونزه حل شي ټول به ډېره ګټه وکړو ، په موږ ډېر غټ غټ فاميلونه پيښ دي او ډوډۍ راڅخه غواړي، اوس دغه د ښايسته کندهار د اوسپنې وېلې کولو فابريکه د بندېدو له ګواښ سره مخامخ ده، مسوولين یې باید غږ واوري او مشکلات يې ورته حل کړي.»

د روزي خان تر څنګ له ننګرهار ولايت څخه راغلی ابراهيم هم دلته په کار لګیا دی او د هغې فابريکې د بندېدو خبره يې پر خوله ده په کومه کې چې دی کار کوي.

ابراهيم اطلاعات روز ته وویل، د فابريکو فعاليت په نورو برخو کې ډېر ښه روان دی او يوازېنۍ ستونزه یې د بریښنا نشتون دی.

هغه زیاتوي، که د برېښنا ستونزه حل نه شي نو دا فابريکه به وتړل شي او د ده په شمول به ټول کاریګر بې کاره شي.

دی وايي: «دلته زما په شمول ان له ننګرهار، کنړ، لغمان او نورو ولايتونو څخه کاريګر راغلي او دنده اجرا کوي، که دغه او يا کومه بله د اوسپنې او کوم بل شي فابريکه وتړل شي پکې شته اخته کسان به ټول بې دندې شي.»

کندهار کې د برېښنا رياست د اوسپنې وېلې کولو د فابريکو د مسوولينو ادعاوې مني او زياتوي چې یادې ستونزې د اوبو نشتون له امله رامنځته شوې دي.

د کندهار برېښنا ریاست کې د طالبانو سرپرست ریيس مولوي ایوب د اوبو د سطحې د ښکته کېدو خبره کوي، او زياتوي چې اوس مهال د کجکي په بند کې په هغه اندازه اوبه شتون نه لري چې ټول توربینونه پرې چالان کړي.

دی وايي، که د کجکي ټول توربینونه چالان شي نو د برېښنا کچه ۱۵۰ میګاواټه ته لوړېږي خو يوازې د کندهار ښار په مکمله توکه ۱۶۱ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري.

کندهار کې د بریښنا ریاست چارواکي وایي، د کجکي بند کې د اوبو نشتوالي له امله بریښنا کمه شوي او نشي کولای چې د کندهار صنعتي پارک ته ۲۴ ساعته بریښنا ورکړي

مولوي ایوب زیاتوي، اوس مهال د کندهار صنعتي پارک برېښنا نوبت وار ده ځکه چې د برېښنا میګاواټ کم دی خو اړتیا زياته ليدل کېږي.

هغه زياته کړه، د صنعتي پارک ټولو فابريکو ته د برېښنا رياست يوازې شپږ میګاواټه بریښنا ورکړې او پاتې نوره هغوی له خپلو شخصي امکاناتو څخه تامين کوي.

د ده په خبره که د کجکي دوه توربینونه فعال کړي نو د هرې ورځې په تېرېدو سره به د کجکي بند اوبه لس سانتي متر په اندازه کمې شي او اخر به هیڅ اوبه نه وي.

د نوموړي په خبره: «اړتيا خو د برېښنا زياته ده، خو اصل کې خبره دا ده چي د اوبو سطحه ښکته کېږي هره ورځ، موږ کوښښ کوو چې ټول ښار او فابريکو ته برېښنا ورکړو، د ورځې په جريان کې موږ د کندهار ښار شاوخوا ۶۰ سلنه برېښنا د سولر هندارو له طريقه برابرو، صنعتي پارک مو د برېښنا نشتوالی له کبله پر دوو نوبت واره برخو وېشلی دی.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي که دغه لړۍ ادامه پيدا کړي نو د‌ کندهار ولايت ټولې لويې او وړې توليدي فابريکې به وتړل شي.

دوی زياتوي چې د طالبانو سرپرست حکومت بايد داسې ګامونه پورته کړي تر څو پر مټ يې خصوصي سکتور‌ پر خپلو پښو ودرېږي او خپل شته ستونزې په يوازې سر هوارې کړي.

د اقتصادي شنونکو په خبره چې اوس هم کندهار کې ډېری فابريکې د برېښنا نشتوالي له کبله همداسې تړلي پاتې دي او د فعالېدو له پاره يې نه اوسني او نه تېر حکومت کوم ګام اوچت کړی.

د‌دوی په خبره چې د افغانستان تر ۷۰ سلنه پورې اقتصاد پر توليدي فابريکو ولاړ دی او په ډېر خلک پکې کار کوي.
د يادونې وړ ده چې کندهار کې تر دې وړاندې د اوسپنې وېلې کولو يوې فابريکې خپل فعاليت په افغانستان کې د تل له پاره بند کړ او خپله فابريکه يې پاکستان هېواد ته انتقال کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار په صنعتي پارک کې د ۳۰۰ په شاواخوا کې بېلابېلې فابريکې فعاليت کوي خو له هغې جملې ۳۰ سلنه د برېښنا نشتوالی له امله خپل فعاليت درولی دی.