اوما موسېسې پکتیکا کې له ۱۵۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

اطلاعات روز: اوما موسېسې د پکتیکا ولایت په سروضې ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د افغانستان لپاره د دغې موسېسې مسوول حضرت ولي وايي، پلان لري چې پکتيکا ولايت کې ۹۰۰۰ کورنيو ته خوراکي توکي وویشي او په خبره يې چې تر اوسه يې د دغه ولايت په بیلابیلو سیمو  کې ۶۰۰۰ کورنيو ته خوراکي توکي ويشلي دي.

نوموړي تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۹ د زمري) د یادو مرستو د ویش پرمهال وویل، چې د مرستو هره بسته د ۱۳۰ امريکايي ډالرو په ارزښت ځانګړې شوې ده.

هغه وايي: «مونږ تر اوسه پکتيکا ولايت کې ۶۰۰۰ اړمنو کورنيو سره مرسته کړې، چې دغه مرستې په ارګون، ګيان، خوشامند او مټاخان کې شوي دي.

۳۰۰۰ تنه نور هم پلان شته، چې هغه به هم په نورو ولسواليو کې ورته وويشل شي.»

په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالۍ يو اوسېدونکي نور ولي اطلاعات روز ته وويل، که څه هم دا ډول مرستې د خلکو يوه اندازه اقتصادي ستونزې حل کول شي او په وينا يې چې خلک د زلزلې او سيلابونو له امله له سختو ستونزو سره لاس او  ګریوان دي.

ولي د دې سربېره غوښتنه کوي تر څو د پکتيکا ولايت بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

نوموړی وايي: «مونږ له دې مرستو مننه کوو، خو که د دې پرځای زمونږ ځوانانو ته کاري زمينه برابره شي، نو شته اقتصادي ستونزې به د اوږد مهال لپاره هوارې شي.»

تېره ورځ په پکتيکا ولايت کې ډاکار موسېسې هم په ګيان ولسوالۍ کې له څه باندې ۳۰۰ کورنيو سره د صحي توکو مرسته کړې وه، خو په دې مرستو د خلکو نيوکې دا دي، چې يادې مرستې تر ډېره اړمنو ته نه ورکول کيږي او ويش يې د اړيکو پر اساس ترسره کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته