انځور: اطلاعات روز

ارزګان کې د خپلواکۍ تر نامه لاندې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې

اطلاعات روز: ارزګان کې د خپلواکۍ ترنامه لاندې د ۱۴ فوټبال ټیمونو ترمنځ پېل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې.

دغه سیالۍ نږدې ۲۴ ورځې وړاندې پېل شوې وې او تېره ورځ (شنبه، ۵ د وږي) د روښان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو يو مسوول اغا صداقت وايي، یادې لوبې یې په خپل شخصي لګښت په لار اچولې وې، ۱۴ لوبډلو پکې ګډون کړی و چې نږدې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ.

نموړی زیاتوي، چې د دغه سياليو څخه یې موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

هغه وویل:«د خپلواکۍ تر نامه لاندې مو یادې ټورنمینټ په لار اچولی و، ۱۴ لوبډلو پکې ګډون کړی و، پر ځوانانو غږ کوو چې خپل لوبغاړي وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.»

هغه کسان چې په دغه سياليو کې یې ګډون کړي وو، زيات خوشال دي او وايي، چې له ډير وخت په ارزګان کې د فوټبال سيالۍ نه وې ترسره شوې.

دوه تنه لوبغاړو رحمت الله لايق او فريدالله په دې اړه وويل، چې دوی په ارزګان کې په ورزشي او په ځانګړي توګه د فوټبال په برخه کې ډيرې ستونزې لري او غوښتنه کوي چې ستونزې يې حل شي.

ارزګان کې د ورزش مسوولینو لا تر دې وړاندې په دې برخه کې د شته ستونزه خبره منلې او ویلي یې دي چې په دې ولایت کې اساسي ستونزې د معیاري لوبغالو، روزونکو او او کاډمیو نشتون دی.