کندهار کې د «شادوخت» په نامه ښځینه کار ځای د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دی

اطلاعات روز: کندهار کې د «شادوخت» په نامه د کندن کارۍ او لاسي صنایعو ښځینه تولیدي مرکز د بودیجې د کمښت له امله د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دی.

د نورستانۍ کندن کارۍ دغه کارځای شادوخت نومېږي په دغه مرکز کې ۱۵ میرمنې هره ورځ خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو په موخه کار کوي.

د نجارۍ کسب چې پر ۱۴ برخو ويشل شوی یو له هغو یې کندن کاري ده، خو په افغانستان کې د کندن کارۍ هنر په دو برخو ويشل شوی چې یوه ته یې نورستانۍ کندن کارۍ او بل ته یې کلاسیکه هغه وایي.

کندهار کې د شادوخت د کندن کارۍ مرکز ښځينه کارکوونکې له تېر يو کال راهيسې هڅه کوي ترڅو په دې سيمه کې د نورستانۍ کندن کارۍ صنعت فعال وساتي.

د نورو کلونو په پرتله که څه هم هېواد کې د لرګيو بيه لوړه شوې خو ترڅنګ یې په دغو ولايتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله خلکو نورستاني کندن کارۍ له یاده ویستلې ده.

کندهار کې د شادوخت په نامه د میرمنو کار ځای چې د کندن کارۍ په هنر لګیا دي او کار کوي. انځور: اطلاعات روز

کندهار کې د شادوخت مرکز مشري یوه میرمن کوي

کندهار کې ښځينه کندن کارۍ مرکز مشرې ليلما ايشان اطلاعات روز ته وويل، د بودیجې د کمښت له کبله يې دغه کارځای د بندېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

هغې وويل، خلک کندهار کې د وطني توليداتو پر ځای له بهرنيو لاسي صنایعو څخه ډېره ګټه اخلي او اوس ياد لرغونی داخلي هنر د ورکېدو په حال کې دی.

نوموړې وايي، د ښځينه کندن کارۍ په دغه مرکز کې ورسره په دوو وختونو کې ۱۵ میرمنې په کار بوختې دي.

د ميرمن ايشان په وینا، هغه خويندو ته يې هم د کار زمينه برابره کړې کې چې له کوره د وتلو اجازه نه لري او يا په زده‌کړو لګيا دي.

د کندن کارۍ د دې مرکز مشرې زياته کړه، چې اوس مهال دوی پر نورستانۍ او کلاسیک ډیزاینو کار کوي خو د نورستاني برخه يې د پراختيا په حال کې ده.

د دې په خبره چې مخکې کندهار کې خلکو آن له دې هنر سره آشنایی هم نه درلوده خو د دوی له برکته خلکو دا هنر وپیژانده.

ليلما زياتوي، چې د کندن کارۍ په ياد مرکز کې بېلابېل ښکلاییز توکي جوړوي او وروسته يې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

د شادوخت مرکز مشره وایي، دغه ځای کې میرمنې بېلابېل ښکلاییز توکي جوړوي او بیا یې بازار ته وړاندې کوي. انځور: اطلاعت روز

نوموړې له خلکو غوښتنه کوي، چې د نورو هېوادونو پرځای له خپلو افغاني لاسي صنايعو څخه ګټه واخلي ترڅو دوی او هېواد دواړو ته ترې ګټه ورسېږي.

هغې وویل: «کوم نرخونه چې موږ ټاکلي ټول مو د خپل ولايت د خلکو اقتصاد ته په کتو سره ټاکلي، په نورو ولايتونو او کابل کې چې کومې بيي ورته ټاکل شوي تر هغو زموږ د لاسي توکو بيه ډېره ټيټه ده او هر څوک کولای شي دغه توکي را ونیسي.»

د ښځو په دغه مرکز کې چې کومې نجونې په کار لګيا دي ډېر شمېر يې د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو وروسته بې تعليمه پاتې شوې دي.

مقدسه رحماني يوه له هغه نجونو څخه ده چې اوس وخت په دې مرکز کې دنده اجاره کوي، هغې اطلاعات روز ته وويل، دلته له خپل کار کولو څخه ډېره خوښه ده، ځکه په وينا یې چې د طالبانو د حکومت له بيا واک ته رسيدو وروسته له خپلو زده‌کړو بې برخې وه خو اوس يې فکر مصروفه وي.

نموړې وايي، دلته يې بېلابېل ډیزاینونه زده‌کړي او جوړکړي دي خو اوس ویره لري چې دا مرکز به يې د مالي امکاناتو د نشتون له کبله وتړل شي.

هغې زياته کړه، پر هر ډیزاین باندې شاوخوا دوې يا درې اونۍ کار کوي او وروسته يې د خرڅلاو له پاره بازار ته لېږي.

شادوخت مرکز کې کار کوونکې نجونې وایي، په هر ډیزاین دوه یا درې اونۍ کار کوي او بیا یې پلوري. انځور: اطلاعات روز

دا د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي څو د دې او نورو نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي چې په ازاد ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د دې په خبره: «موږ بايد زده‌کړي وکړو، دلته موږ د شپږو مياشتو له پاره دغه هنر زده کړ، درې مياشتې عملي و، زموږ د کار کولو دغه مرکز دېر وړوکی دی، که يې په پراختيا کې راسره مرسته وشي ډېر به ښه وي.»

همدارنګه صديقه د دې مرکز يوه بله کارکوونکې ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو يې زده کړې په نهم ټولګي کې ورڅخه پاتې شوي او د شادوخت په کندن کارۍ مرکز کې يې دنده پيل کړې.

هغې وایي، د طالبانو راتګ سره د خپلو زده‌کړو بې برخې شوه او غواړي بېرته ټولګي ته ستنه شي.

نموړې زیاتوي، که زده‌کړې بشپړې کړي نو د لاسونو هنر به يې نور هم پراخه شي او د کار کولو په برخه کې ټولې شته ستونزې به په يوازې سر سره حل کړي.

یوه کارکونکې وایي، که طالبان ورته د زده کړو اجازه ورکړي او زده کړې بشپړې کړي نو په دې کار کې به نور هم مهارت پیدا کړي. انځور: اطلاعات روز

د نوموړې په خبره: «له سهاره تر غرمې دلته کار کوو، له ښوونځي محرومه یو، موږ اول له واکمن حکومت څخه غواړو چې زموږ پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي، موسېساتو دې زموږ کسب ته توجو وکړي دغه مو اساسي غوښتنې دي.»

په ورته وخت کې د کندهار د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشره ډاکټره ليلا افاق اطلاعات روز ته وویل، د ښځينه سوداګرو او صنعتکارانو له پاره يې د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرامونه پيل کړي چې پر مټ به يې دغه ميرمني نورې هم د سوادګرۍ په برخه کې پر ځان بسیا شي.

نموړې زياتوي، چې کندهارۍ ميرمنې اوس مهال د سوداګرۍ په برخه کې پراخې ستونزې لري او په خبره يې چې اوسني شرايطو ته په کتو سره يې بايد لاسنیوی وشي.

د هغې په وينا چې کندهار کې اوس اته پنځوس ښځينه صنعت کارانې او سوادګرې شتون لري چې له هغې جملې دوی توانېدلي تېره اونۍ ۲۵ ښځې د سوداګرۍ او ظرفيت لوړونې په برخه کې وروزي.

کندهار کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشره وایي، په دغه ولایت کې یې د میرمنو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېل پروګرامونه پېل کړي دي. انځور: اطلاعات روز

نوموړې زياتوي، چې لومړۍ هڅه یې دغه ده، ترڅو کندهارۍ صنعت کارانې او سوداګرې له کومې ستونزې او ډار پرته په ازاده او امن فضاء کې هر ډول سوادګريزې چارې پرمخ يوسي.

د کندهار د سوادګرۍ او پانګونې خونې مشره وايي، که څه هم کندهارۍ سوادګرې او پانګوالې ميرمني له پامه غورځول شوي خو له دې وروسته به کندهارۍ سوادګرو او پانګوالو ميرمنو ته په هغې برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي او روزنه به ورکړي چې مخکې يې پکې ستونزې درلودې.

د کندهارۍ میرمنو په لاس جوړ شوی لوښی. انځور: اطلاعات روز

همدارنګه دا له نړيوالو موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو د کندهار د سوادګرو او صنعت کارو ميرمنو د لاسي صنايعو او سوداګريزو توکو له پاره ځانګړي نندارتونونه جوړ کړي.

د يادونې وړ ده چې کندهار کې ښځينه سوداګرې او صنعتکارانې اوس مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او تراوسه د کوم چا له لوري ورته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.