راشد

راشدخان د شل اوریزه سیالیو د وروستۍ لسیزې غوره لوبغاړی شو

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزه سیالیو د وروستۍ لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

کرکټ بورډ نن (دوشنبه، ۸ مرغومې) پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، چې راشدخان دغه ویاړ او جایزه په دې لسیزه کې د نوموړي ښې ځلېدنې له امله واخیسته.

خبرپاڼه زیاتوي: «د افغان ملت ستر ویاړ راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لسیزې (۲۰۱۱-۲۰۲۰) د غوره لوبغاړي ویاړ او جایزه ترلاسه کړه. خان په ۲۰۱۵ ز کال کې د کرکټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته له لارموندنې راپدېخوا د هېواد لپاره ستر اعزاز او ویاړونه ګټلي دي او تر دې چې د نړیوالو لپاره هم یوه بېلګه ده. »

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ سلو توپ اچوونکی راشد خان تېره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د ځانګړې لوبډلې په نوملړ کې ځای خپل کړ.

کرکټ بورډ په ادامه کې لیکلي چې د کرکټ په ډګر کې د راشدخان هلې ځلې او وړتیاوې د تاریخ د پاڼو زرینې او ویاړمنې کرښې جوړوي چې د نړیوالو سربېره د افغانستان نوی نسل هم ترې اغېزمن دی، چې له امله یې دغه استثنایي او ستر لوبغاړی د هېواد لپاره ورته ستر ویاړونه راوړي.