طالبان: د کاج پر ښوونیز مرکز برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي

اطلاعات روز:  کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وايي، چې د لومړنیو شمیرو له مخې د دغه ښار دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ اطلاعات روز سره په خبرو کې دغه شمیر تایید کړ.  نموړي د ښوونيزو مرکزونو له مسوولينو وغوښتل، چې د خپل ځانګړي پروګرامونو په اړه له وړاندې له امنيتي حوزو سره همغږي وکړي.

د کاج پر ښوونیز مرکز نن سهار (جمعه، ۸ د تلې) ځانمرګی برید وشو.  سرچینې وایي، ځانمرګي بریدګرو لومړی د دغه ښوونیز مرکز ساتونکي په نښه کړل او بیا ټولګي ته ننوتل.

عيني شاهدان بیا زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په دغه تعلیمي مرکز کې د کانکور امادګۍ ازمایښتي ازموینه روانه وه.

د دغه مرکز یو زده کوونکی وايي، چې د چاودنې پر مهال په ټولګي کې شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکي موجود وو او چاودنه په لومړي کتار د نجونو په منځ کې شوې.

عامه وګړي وايي، چې د دې برید مرګ ژوبله له هغه شمیر زیاته ده چې طالبانو اعلان کړې ده.  د دغې پېښې د قربانیانو نوملړ چې د کابل په لوېدیځ کې د روغتونونو له خوا شریک شوی، دا هم ثابتوي چې د دغه برید مرګ ژوبله ډېره ده.

لا تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی خو له دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د څو چاودنو مسولیت داعش وسله‌والې ډلې په غاړه اخیستی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه