اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۵۷۵ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۰۲ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، نیمروز، غزني، کاپیسا، هلمند، کونړ، غور او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۱۱ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۶۸ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۲ زره او ۵۳۰ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۳۷ تنو ته ورسېد.
