اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د یو وسله وال برید پرمهال ناوې او زوم وژل شوي دي.
د لغمان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، چې تیره ورځ (سېشنبه، ۲۴ د لړم) مازیګر مهال یو وسله والو کس د علیشنګ ولسوالۍ اړوند «ګونه پال» سیمه کې د واده پر مراسمو ډزې کړي، چې پرمهال یې ناوې او نوشا دواړه وژل شوي دي.
نوموړی وایي، طالب ځواکونه په وخت د پېښې ځای ته رسیدلي او هغه کس یې نیولی چې د واده پر مراسمو یې ډزې کړې وې او ناوې او شاو یې وژلي وو.
په سیمه کې یوه بله سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، کوم ځوان چې د واده په مراسمو ډزې کړي غوښتل یې چې د دغه واده د ترسره کیدو مخه ونیسي.
د هیواد په یو شمیر نورو سیمو کې هم ورته پېښې وخت ناوخته رامنځته کیږي، چې لامل یې د نجونو په کم عمر کې ودول، د واده پرمهال د هلک او نجلۍ رضا په پام کې نه نیول او کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.
