اطلاعات روز: لوګر کې د طالبانو ولایتي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز پل عالم ښار کې د دریو ښځو په ګډون ۱۲ کسان عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د استناف محکمې د مدني دیوان ریس ګل الرحمان اخندزاده وایي، ۹ نارینه او درې ښځې د غلا، زنا او له کوره د تیښتې له امله محکوم شوي وو او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲ د لیندۍ) ورته د خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړل شوه.
نموړی زیاتوي، د حدودو جاري کول د دوی د وژل شويو ملګرو د ارمان پوره کول دي.
ځايي خلک په دې اړه اندېښمن دي او وايي، په نیول شویو کسانو کې یې ډیری بې ګناه او د عقدې له امله په دا ډول تورونو تورن شوي دي.
د لوګر ولایت یو تن اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته وویل، د طالبانو حکومت دې لومړی په خپلو هغو کسانو حدود جاري کړي، چې د نامشروع اړیکو ویډیوګانې یې هم خپرې شوې دي.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د رسنیو خبریالانو ته د انځور او ویډیو اجازه هم ورنکړل شوه.
دوه اونۍ وړاندې د طالبانو مشر له خپلو قاضیانو سره په لیدنه کې هغوی ته امر کړی چې پر ټولو هغو دوسیو د حد او قصاص حدود جاري کړي، چې شرایط یې پوره کړي وي.