افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې نهه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۶۹۱ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۰۲ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، تخار، پکتیا، نیمروز، غزنی، لوگر، بادغیس، کاپیسا، هلمند، کونړ، غور، خوست او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۲۰۷ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۷۴ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۲ زره او ۸۴۰ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته نهه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۵۳ تنو ته ورسېد.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه