اطلاعات روز: د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د کابل په دار الامان سيمه کې د دې ګوند د مرکزي دفتر پر جومات د وسله وال بريد پخلی کړی او ويلي يې دي چې بريد کوونکي موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه يوړل شول.
د حزب اسلامي د اعلاميې له مخې، نن (جمعه، ۱۱ د لیندۍ) له غرمې وروسته دوو وسله والو بريدګرو د دغه ګوند د دفتر پر جومات بريد وکړ.
اعلاميه کې ويل شوي چې دواړه بريدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول.
حزب اسلامي د دوی د دفتر د دوو ساتونکو ټپي کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي چې د حکمتيار په ګډون نورو کسانو ته زيان نه دی رسېدلی.
راپورونه وايي، چې بريد کوونکو لومړی خپل چاودېدونکي مواد د حزب اسلامي د دفتر مخې ته وچول. دغه راز له سيمې څخه د يوه سوځېدلي موټر عکسونه هم خپاره شوي دي.
کابل کې د طالبانو امنيتي مسوولينو تر دې دمه څه نه دي ويلي. تر اوسه کوم کس يا ډلې د دې بريد پړه نه ده منلې.
