کابل کې پر یوه مېلمستون برید؛  ۲۱ مړي او ټپیان ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي

اطلاعات روز: کابل کې د ایمرجنسي روغتون وايي، چې د کابل شهرنو کې پر مېلمستون د برید ۲۱ قربانیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

دغه روغتون په یوه ټویټ کې زیاته کړې، چې درې کسان روغتون ته تر انتقال مخکې مړه شوي. د قربانیانو هویت لا نه دی څرګند.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، چې په دې بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى.

دا برید نن (دوشنبه، ۲۱ د لیندۍ) شاوخوا ۲:۳۰ بجې د کابل په شهرنو کې پر یوه هوټل شوی دی.  ویل کیږي چې په دغه هوټل کې چینايي اتباع اوسیدل.  په دې سیمه کې د ډزو او څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه بريد د درېيو بريدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.

مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او هیڅ بهرنی کس نه دی وژل شوی.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې دوه بهرني اتباع چې له ودانۍ څخه یې ځانونه غورځولي وو ژوبل شوي دي.  هغه دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه دوه کسان د کوم هېواد اتباع دي.

د چین شینهوای خبري اژانس د عیني شاهدانو په حواله راپور ورکړی، چې چاودنه هغه مېلمستون ته څېرمه شوې چې یو شمېر چینایان پکې اوسېدل.

په همدې حال کې د چین سفارت ویلي چې وضعیت له نږدې څاري.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو له طالبانو غوښتي و چې د دغه هېواد د سفارت امنیت ته ډېره پاملرنه وکړي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه