کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۰۰۳ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۸۴ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، تخار، پکتیا، بغلان، بامیان، دایکندي، لوګر، میدان‌وردګ، پنجشیر، پکتیکا، فاریاب او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۴۶۲ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۳۰۰ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۳ زره او ۷۴۰ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۲ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۷۹ تنو ته ورسېد.