کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې نهه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۴۲۷ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۷۶ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، کندوز، بادغیس، کاپیسا، لغمان، کونړ او پنجشیر ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۵۳۸ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۰۸ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۳ زره او ۹۴۸ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته نهه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۸۸ تنو ته ورسېد.