انځور: ټولنیزې رسنۍ

نامعلومو کسانو ارزګان کې لس محلي ټولګي سوځولي

اطلاعات روز: ارزګان کې يوه ځایي سرچينه وايي، نامعلوم کسانو د دې ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې لس محلي ټولګي سوځولي دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ څخه يوې سرچينې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ټولګي تیره شپه (سې شنبه، ۱۳ د مرغومي) د یادی ولسوالۍ د کوتزي، نکروز، چهار اسیاب، او شېخه کلیو کی سوځول شوي دي.

سرچینه وایي، دا محلي ټولګي چې د CIC موسېسې لخوا یې مالي ملاتړ کېده، د خلکو په شخصي میلمستونو کې جوړ شوي وو چې ګڼو ماشومانو پکې زده کړې کولې.

ارزګان کې د طالبانو ځایي مسوولینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تراوسه معلومنه نه ده چې یاد ټولګي د چا لخوا سوځول شوي دي.

دا محلي ټولګي په داسې حال کې سوځول کېږي چې طالبانو په غیر دولتي داخلي او بهرنیو موسېسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه، یونیسف دغې پریکړې ته په غبرګون کې په کندهار او ارزګان کې د خپلو محلي ټولګیو فعالیت وځنډاوه.