AFP

د طالبانو پر بهرنيو چارو وزارت بريد؛ ډېکر: بايد پوه شو چې دا بريد ولې او څنګه وشو؟

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شاژدافيرې کرن ډېکر د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مخې ته شوی بريد چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، وحشي ګڼلی او غندلی يې دی.

نموړې نن (پنج‌شنبه، ۲۲ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي چې «بايد پوه شو چې دا برید ولې او څنګه وشو او د بل بريد مخنيوي لپاره به کوم اقدامات غوره کړای شي.»

ډېکر ويلي، چې د افغانستان وګړي او بهرني مېلمانه بايد وکولای شي چې پر يوه ډاډمن امنيت حساب وکړي.

پرون شاوخوا څلور بجې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه چاودنه وشوه.

په لومړي سر کې ځينو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله چې په دې پېښه کې تر ۲۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو د بهرنيو چارو وزارت برید کې د خپلو پنځه کارمندانو وژل کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي چې نور کسان ژوبل شوي دي.

په کابل کې ايمرجنسي روغتون هم په یوې اعلاميه کې ويلي چې د چاودنې له ځايه ورته تر ۴۰ زيات ژوبل کسان ور وړل شوي او درملنه يې کېږي. دې روغتون ويلي دي چې د دې پېښي تلفات زياتېږي او اوس مهال يې دقيق شمېر نشي ښودل کېدلای.

د عراق، شام اسلامي دولت (داعش) ډلې د دې چاودنې مسووليت منلی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، له داعش سره تړلې «أعماق» خبري اژانس پر خپل ټلګرام چينل ليکلي، چې په دې ځانمرګي بريد کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماټانو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي دي.

په دې وروستيو کې کابل کې پر طالبانو د داعش له لوري بريدونه زيات شوي. تېره اونۍ د کابل هوايي ډګر په دروازه کې يوه چاودنه وشوه، وروسته داعش ادعا وکړه چې په دې برید کې د طالبانو شاوخوا ۵۰ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.