اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۲۰۲ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۰۶ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، بغلان، کندوز، نیمروز، هلمند، لغمان، کونړ او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۶۹۰ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۴۷۲ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۴ زره او ۶۰۸ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته اووه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۰۸ تنو ته ورسېد.