د پکتیکا زلزله ځپلو ته ۵۰ کورونه تر جوړېدو وروسته وسپارل شول

اطلاعات روز: پکتیکا ولایت کې بېړنیو پېښو  ته د رسېدو ریاست طالب مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د سویډن کمېټې له لوري زلزله ځپلو ته ۵۰ کورونه تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

له دغه ریاست څخه نن (سې شنبه، ۲۷ د مرغومي) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کورونه د ۱۸۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دریو میاشتو په کاري موده کې بشپړ او ځايي زلزله ځپلو ته د اوسېدو په موخه وسپارل شول.

له دې وړاندې هم د بېلابېلو نړیوالو موسېساتو له لوري په دغه ولایت کې د نورو بشري مرستو سربېره زلزله ځپلو خلکو ته لسګونه د استوګنې کورونه جوړ شوي او پر ځینو یې لاهم کار روان دی.

د پکتیکا ولایت برمل، ګیان او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالیو کې څو میاشتې وړاندې یوې زورورې زلزلې سلګونه کسان مړه او ګڼ د استوګنې کورونه یې ونړول.