اطلاعات روز: پنجشېر کې سرچينې وايي، چې په تېرو څو ورځو کې د دې ولایت له رخې او درې ولسواليو څخه د يوه ورزشکار په ګډون پنځه تنه نيول شوي دي.
سرچينې د دې ورزشکار نوم عبدالمنير يادوي او وايي، چې نموړی څلور ورځې وړاندې له خپل پلار سره يو ځای د رخې ولسوالۍ له مرشتان کلي څخه د «مقاومت جبهې» سره د همکاري په تور نیول شوی دی.
يوې سرچينې نن (يکشنبه، ۸ د سلواغې) څرګنده کړه چې عبد المنير په يوه ورزشي کلب کې ځوانانو ته تمرين ورکاوه او له «مقاومت جبهې» سره يې هيڅ اړيکه نه درلوده او همدا راز پلار يې د پنجشير ولايت په امنيې قومندانۍ کې اجير و.
د سرچينې په وينا، د دې پلار او زوی برخليک تر اوسه نه دی روښانه شوی.
همدا راز سرچينې خبر ورکوي چې طالبانو د درې ولسوالۍ له تندخو کلي څخه درې کسان له ځان سره وړي دي.
سرچينې د دې کسانو نومونه «شيرآب الدين، مير فقير او بابه امير» يادوي.
طالبانو دا کسان له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور نيولي، خو سرچينې وايي چې دې خلکو له جبهې سره هيڅ ډول اړيکه نه درلوده.
تېره ورځ هم د پنجشير په رخه ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د یوې ديني مدرسې د يو ښوونکي د نیولو خبر ورکړل شو.
طالبان په ځلونو د پنجشير د اوسېدونکو په نيولو، شکنجه کولو او ورته په زیان رسولو تورن شوي دي. دا ډله د پنجشير په يو شمېر سيمو کې له وسله وال مقاومت سره مخ ده.