شل کاله په فساد کې؛ حکومت لا نه پوهیږي چې څه وکړي

لیکوال: نصرت الله حقپال


د افغانستان لویې څارنوالۍ د مرغومي په ۷مه او ۸مه نیټه، په پر له پسې توګه اعلان وکړ چې د رشوت/بډې اخیستو په تور یې د مشرانو جرګې درې غړي او د روغتیا د وزیر ورور او څو نږدې خپلوان لاس په لاس نیولي دي. حکومت دغه کار له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپله ژمنتیا ښیي او وایي چې له فساد سره په مبارزه کې قاطع دی.

ویل کیږي چې د مشرانو جرګې غړی محمد عظیم قویاش، محمد انور باشلیق او لیاقت الله بابکرخیل د نیول شوو کسانو له جملې څخه دي. د روغتیا وزیر د ورور او نورو خپلوانو له نیولو دوه ورځې وروسته، ولسمشر غني د یوه حکم په ترڅ کې، د روغتیا وزیر ښالی احمد جواد عثماني له دندې ګوښه کړ او اعلان یې وکړ چې د روغتیا وزارت کې وروستۍ ټاکنې د باور وړ نه دي او ټول لوړ رتبه مامورین به د ولسمشر په امضا ټاکل کیږي.

په افغان دولت کې پراخ اداري او مالي فساد یو له هغو سترو واقعیتونو څخه دی چې په تېرو شلو کلونو کې په افغان دولت سیوری غوړولی وو او په کور دننه او بهریې د دولت څيره پيکه کړې ده او په حیثیتي لحاظ یې، ګراف سفر ته تقرب کړی دی.
افغان دولت او د هغه غربي ملاتړو حکومتونو ډيره هڅه وکړه چې دغه شومه او ملاماتونکې پدیده مهار کړي او ګراف یې له صعودي حالت څخه نزولي ته برابر کړي، خو بیا بیا ناکام شول او لا هم په خپل صعودي سیر روان دی. په دې برخه کې ډيرې موازي ادارې جوړې شوې او ډير سخت قوانین او قواعد وضع شول، خو یو یې هم اغیزمن نه وو او لا هم افغانان له دې اړخه سخت کړیږي.

دا چې ولې افغان دولت او د هغه ستر ملاتړي غربي دولتونه د فساد سره په مبارزه کې ناکام دي او دغه پدیده لا پیاوړې او پیچلې کیږي، خو افغان حکومت په دې نه دی توانیدلی چې اسباب او عوامل یې په ډاګه کړي، ګڼ عوامل لري. له بده مرغه، څه چې شوي هغه ډیر سمبولیک او عوام فریبانه دي.

خبره تر دې حده پېچلې او ژوره شوې چې، هغه بنسټونه چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې رامنځته شوي دي، خپله په فساد کې ډوب شوي او د فساد په سرچینه بدل شوي ده.

افغان دولت او د هغه غربي متحدینو تر ډیره په قوانینو او د ادارو په جوړولو تمرکز کړی دی، نه د فساد په تر سره کوونکي(انسان). په نظام او ټولنه کې فساد خپله انسان کوي. دا انسان دی چې د فساد مرتکب کیږي. دا انسان دی چې فساد ترویجوي او زیاتوي. په مقابل کې، بیا هم دا انسان دی چې فساد کموي او یا یې هیڅ نه کوي. نو موږ باید په اصل(انسان) تمرکز وکړو او د هغه په اصلاح او جوړلو کار وکړو. که تاسو هر څومره قوانین او ادارې جوړې کړئ، خو بیا هم هلته انسانان دي چې دغه قوانین باید پلي کړي او دغه ادارې وچلوي.

نو که چرته انسان په داخل کې سالم نه وي، د فساد او شخصي ګټې ذهنیت ولري، بیا فساد ته مخه کوي او فساد ترویجوي. نو دلته بیا قوانین او ادارې ناکامې دي او فساد په خپل ځای پاتې دی.

موږ باید چې د انسان فطرت/طبعیت په رښتینې توګه و پیژنو. دا هم دقیق درک کړو چې انسان له نورو ژویو (حیواناتو) سره توپیر لري. د انسان او حیوان یو له اساسي توپيرنو څخه فکر/عقل دی چې انسان یې لري. همدا فکر دی چې انسان له نورو ژویو څخه متفاوت کوي. همدا فکر دی چې انسان ته جهت ورکوي او د ژوند لوری ورته ټاکي. اوس نو فکر او هغه پورې تړلي مفاهیم د انساني شخصیت په اعمالو او کړنو کې ډیر بنیادي نقش لري. همدا فکر او ژور مفاهیم دي چې د انسانانو ترمنځ متفاوت شخصیتونه رامنځ ته کوي.
د مثال په توګه، یو شخص دروغجن وي، یو شخص منافق وي، یو شخص صادق او رښتینی وي، یو شخص فساد کوي، بل یې نه کوي. نو دا ټول تفاوتونه له هغو افکارو او ژورو مفاهیمو سرچینه اخلي چې دغه اشخاص یې لري.


که چرته د انسان افکار او مفاهیم سالم او صالح نه وي، نو هغه طبعاً چې فساد ته مخه کوي. دلیل یې دا دی چې د ده فکر ناسم (فاسد) دی. نو دی د خپل فکر په اساس کړه وړه تر سره کوي. اوس نو باید چې په خپله انسان تمرکز وشي او هغه په شخصیتي لحاظ وروزل شي او فکر/شخصیت یې سالم شي.
که غواړو چې له فساد سره کارنده او اغیزمنه مبارزه وکړو او تر ډيره دغه پدیده مهار کړو، نو لازم ده چې له هغه فکر سره مبارزه وشي چې فساد زیږوي او ترویجوي یې. دا هم حتمي ده چې دغه د فساد زیږونکی او ترویجونکی فکر و پیژنو.
اوس چې په کوم فکر نړۍ او افغانستان رهبري کیږي او حاکم دی، هغه د کپیټلیزم د « ګټې د ترلاسه» کولو مفکوره ده. په دغه فکر کې یوازنی شی ګټه ده. په دې ډول  فکر کې، تر ټولو لومړی څیز، شخصي ګټه ده. فرق نه کوي چې دغه ګټه له کومې لارې ده، مشروع ده که نا مشروع؟ په کپیټلیزم کې د انسان اساسي فکر په شخصي ګټه ولاړ وي. دا فکر هر انسان ته دا ور تقلین کوي چې ګټه مطلق خیر ده او نشت یې مطلق شر. په دې ډول نظامونو او افکارو کې، د انسان اصلي محرک (انګیزه) شخصي ګټه ده او بس.

اوس موږ وینو چې د فساد اصلي سبب، هغه فکر دی چې انسانان یې حمل کوي او لري یې. دا فکر داسې دی لکه د موټر ماشین چې ټول موټر ورباندې ولاړ او تکیه دی. افغان دولت او د هغه امریکایي او اروپایي متحدینو چې تر دې دمه هره هڅه کړې، بې پایلې دي. دلیل یې دا دی چې دوی په اصلي سبب تمرکز نه دی کړی. همدا وجه ده چې فساد په هره اداره او په هر ځای کې عام شوی دی. له ولسمشری ماڼۍ نیولې، بیا تر محاکمو، لوی څارنوالۍ، پولیسو او پارلمان پورې، ټول په فساد ککړ دي. دلیل دا دی چې په دې ټولو ادارو او ځایونو کې انسانان دي او دغه انسانان د کپیټلیزم د «ګټې» په فکر سمبال دي. نو دا فکر چې چرته او له هر چا سره وي، هغه به خامخا فساد کوي.

که موږ د خپلې خبرې د اثبات لپاره یوه لنډه مقایسه د یوه کمونست، یوه مسلمان (مؤمن) او یوه غربي کپيټلیست وکړو، نو دا به ډیره په سادګی سره جوته شي چې د کپیټلست په پرتله، مسلمان او کمونست فساد نه کوي یا یې ډیر کم کوي. سبب دا دی چې کمونست د خپل اصلي فکر (مادیت) په اساس او مسلمان د خپل اصلي فکر (په الله ج او آخرت د ایمان) له مخې فساد ته مخه نه کوي.
نتیجه دا شوه چې د کپیټلیزم د فکر د حاکمیت او تطبیق په صورت کې، دا به ډيره سخته وي چې فساد دې کم شي، ورکول خو یې ناممکن کار دی.

بله مهمه خبره دا ده چې، دا یوازې افغانستان نه دی چې په فساد کې ډوب دی. د نړۍ تر ټولو پر مختللی هیواد (د امریکا متحده ایالات) هم په فساد کې ډوب دی. هلته بیا دوه ډوله فساد دی، یوه ته قانوني یا قانونمند فساد وایي او بل هغه ته یې غیر قانوني فساد(هغه فساد چې هغه ته قانون هم فساد) وایي.

څه چې د امریکا متحده ایالاتو کې ډیر مروج دي، هغه قانومند فساد دی. دا فساد تر هغه بل (غیر قانوني فساد) ډیر خطرناک او مضر دی. ځکه چې دا هغه فساد دی چې قانون او د فساد ضد ادارې یې هم نه شي نیولی او په اړه یې څه ویلی هم نه شي. اوس افغان حکومت هم دغه ډول فساد ته مخه کړې ده.

که موږ غواړو چې له ټولنې او نظام څخه فساد تر ډیره کم یا ورک کړ، نو باید به هغه اصلي سبب (کپيټلیستي فکر او سیستم) تمرکز وکړو چې خپله د فساد زیږنده او د فساد اصلي سرچینه ده. که دا کار و نه شي، زموږ تکراري او پُر مصرفه هڅې بې معنې او بې نتیجې دي.