ترکیه او سوریه کې د زلزلې تلفات تر ۳۳ زرو واوښتل

اطلاعات روز: په ترکيه او سوریه کې تر زورورې زلزلې وروسته ژغورونکو يوه اونۍ وروسته نور کسان هم له ويجاړيو ژوندي راوايستل. له دې سره سم ترکي چارواکي غواړي چې په ناورين‌ ځپلې سيمه کې نظم را منځته کړي او د چپه شويو ودانيو په تړاو قانوني اقدامات وکړي.

څومره چې د نورو خلکو د ژوندي ژغورنې هيلې کمېږي، ورسره سم په دواړو هيوادونو کې نن ورځ (دوشنبه، ۲۴ د سلواغې) د تلفاتو شمیر تر ۳۳ زره اوړي او داسې ښکاري چې دا شمېرې به نورې هم لوړې شي. دا په ترکيه کې تر ۱۹۳۹ کال وروسته تر ټولو مرګونې زلزله وه.

د ترکيې په جنوب انتاکيا ښار کې چې د زلزلې له امله ډېر زيات ويجاړ شوی، يو سوداګر خپل دوکانونه د يکشنبې په ورځ تش کړل تر څو يې د غلا کېدلو مخنيوی وکړي.

دې ځای ته چې له نورو ښارونو کوم خلک او مرستندویه کسان راغلي هغوی د بد امنيتي حالت يادونه کوي، ګڼ نړېدلي کورونه او سوداګريز ځايونه لوټل شوي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي، چې له لوټوونکو سره به سخت چلند وشي.

په سوريه کې زلزلې د باغيانو تر کنټرول لاندې سیمه سخته ځپلې او په زيات شمير کې خلک يې بې ځايه کړي دي چې تر دې وړاندې تر لسيزې اوږدې جګړې له امله هم څو ځله بې ځايه شويی و. دې سيمې ته د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو په پرتله کمه مرسته رسيدلې ده.

واشنګټن د سوريې پر حکومت او نورو ټولو اړخونو غږ کړی چې اړمن وګړي بايد ژر تر ژره بشرپالو مرستو ته اړتيا پيدا کړي.

تر زلزلې وروسته د ودانيو کيفيت ته په هغه هيواد کې پام اوښتی چې د ځمکې د لړزې پر کرښو پروت دی.

د ترکيې مرستيال ولسمشر فوات اوکتې ويلي، چې په لسو زلزله ځپلو ولايتونو کې زرګونه ودانۍ نړيدلې دي او د دې ويجاړۍ د مسوولينو په توګه ۱۳۱ شکمن افراد په نښه شوي دي.

ده وويل: «موږ به دا پروسه په احتياط مخته وړو تر څو ټول قانوني بهير بشپړ شي، په ځانګړې توګه هغه ودانۍ چې زيات تاوان ورته اوښتی او خلک يې مړه کړي او ژوبل کړي دي.»

بل پلو په سوريه کې د سوريې د دوولس کلنې جګړې دښمنۍ د مرستې رسيدنې مخه نيسي.

د ملګرو ملتونو يوه وياند ويلي، چې د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو څخه هغو سيمو ته د مرستو لېږد چې د هيات تحرير الشام تر ولکې لاندې دي، د دې ډلې تاييد ته اړتيا لري.

په ادليب کې د هيات تحرير الشام ډلې يوه مسوول کس رويټرز ته ويلي، چې دا ډله به د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو څخه راتلونکو مرستو ته اجازه ورنه کړې او له شمالي اړخه ترکيې څخه راتلونکو مرستو ته اجازه شته.

ملګري ملتونه هڅه کوي چې د ترکيې او د باغيانو تر کنټرول لاندې سيمو تر منځ دوې نورې لارې د مرستې رسونې لپاره خلاصې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته