اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې پاکستاني پوله ساتو «ډیورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه يو ۱۲ کلن افغان ماشوم په ډزو وژلی دی.
د سرچينې په حواله چې دا پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۸ د سلواغې) ناوخته د برمل ولسوالۍ اړوند «ټهنډي مرغه» سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، دغه ۱۲ کلن ماشوم اغزن تار ته څېرمه د څارويو په څرولو بوخت و، چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي او وژلی یې دی.
په پکتيکا ولايت کې د طالبانو امنيتي مسوولينو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا لومړۍ پېښه نه دی، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځيانو له لوري ملکي وګړي په نښه شوي خو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.
