د سپین بولدک له لارې پاکستان ته تلونکي مسافر: هره ورځ مو «بې عزتي» کېږي، خو غږ مو څوک نه اوري

د کندهار سپین بولدک له لارې پاکستان هیواد ته تلونکي مسافر شکايت کوي چې پاکستان ته د اوښتو پرمهال تل د دې هیواد د ځواکونو له بد چلند سره مخ وي او «بې عزتي» یې کېږي.

د سپين بولدک او چمن ترمنځ «ډيورنډ فرضي کرښه» د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترټولو لويه سرحدي پوله ده چې د هرې ورځې په اوږدو کې پر همدې لارې شاوخوا ۲۰ زره مسافر دواړو خواوو ته تګ-راتګ کوي، چې دغه تګ-راتګ له ستونزو او ځورونو خالي نه وي.

په ځلونو ځلونو د دواړو هېوادونو حکومتونو د ستونزو د هوارېدو خبر ورکړی خو، په اړه یې داسې کوم اقدام نه دی شوی چې ستونزې هوارې کړي.

د معلوماتو له مخې يوازې په تېرو څو مياشتو کې پر همدې لارې د بېلابېلو ستونزو له امله تر شلو زیاتو ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سپین بولدک دروازه چې پر دغه لار هره ورځ زرګونه افغانان پاکستان ته تګ-راتګ کوی.

وکيل احمد ګاونډ پاکستان هيواد ته يو له هغو تلونکو مسافرو څخه دی چې دننه هیواد ورته ډاکټرانو ویلي، ترڅو ژر تر ژره د خپلې درملنې په موخه پاکستان ته ولاړ شي.

نوموړی وایي، پاکستان ته له هر تلونکي افغان مسافر سره ډیر بد چلند کيږي او ټولي پيسې او وسايل ترې اخيستل کيږي.

دی زياتوي چې په همدې ناروغ حالت کې تيره اوونۍ د سپين بولدک او چمن ترمنځ د لارې په اوږدو کې د پاکستانې پوله ساتو ځواکونو له خوا ډبول شوی، تذکره او پيسې ترې اخيستل شوي خو، وروسته د ډیرو هڅو بیرته ورکړل شوي دي.

هغه وايي، ددغې «فرضې کرښې» په اوږدو کې زرګونه نورې افغانې ميرمنې، ناروغان، ماشومان او سپين ږيري په بد حالت کې تګ-راتګ کوي خو، په وينا يې چې نه افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت او نه هم د پاکستان دولت د دوی ستونزې او غږ اوري.

د ده په خبره چې مخکې به د کندهار پر تذکرو تلوونکو مسافرو ته چا ستونزې نه جوړولې خو اوس یې پر وړاندې ستونزې جوړیږي او په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخلي.

دې افغان مسافر وويل:«دلته پاکستاني ځواکونه نه زموږ د ښځو عزت کوي نه د سپين ږيرو او ماشومانو، زموږ سره ډېر بد چلند کيږي، هره ورځ ټول افغانان بې عزته کېږي، پاکستاني پولیس زموږ د جېب پيسو ته لاره جوړوي، هره ورځ مسافر بيايي او بندیانوي یې.»

دی وایي، ډېر کله پاکستاني پولیس هغه افغان مسافر هم بنديانوي، پيسې، مبایلونه او نور سامانونه يې اخلي چې په قانوني اسنادو دغه هیواد ته داخل شوی وي.

سپین بولدک دروازه کې نوبت ته ولاړ افغان مسافر. انځور: اطلاعات روز

په ورته وخت کې د نويد احمد په نوم پاکستان ته تللی افغان مسافر بیا وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د سپين بولدک او چمن ترمنځ ستونزې بې حده زياتې شوي.

نوموړی زیاتوي، پخوا مسافرو کولای شول چې د کندهار په کاغذي او الکترونيکي تذکرو باندې پاکستان ته له وېزې پرته سفر وکړي خو، اوس ان ویزه لرونکو ته هم ستونزې جوړیږي.

دی وایي، چې افغان مسافر نشي کولای ترڅو له خپلو ميرمنو او کورنۍ سره په همدې لارې سفر وکړي ځکه په خبره يې چې هلته د افغان ميرمنو سره ډېر بد چلند کېږي‌.

نوید وویل:«زه دوې ورځې وړاندې له پاکستان څخه راغلم پر دروازه باندې پاکستاني ملیشو د افغان مسافرو سره ډېر بد رفتار کاوه، زنانه مسافر يې د خپلو کورنيو له غړو جلا کول ډېر بد چلند يې ورسره کاوه، په عام محضر کې يې د ټولو افغانانو بې عزتي کوله، موږ تر دوه سوه ځله ډېر پر حکومت غږ کړی چې د افغان مسافروغږ واوري، دلته زموږ څخه پيسې اخيستل کيږي، په ډېر بد حالت کې اوړو-را اوړو.»

نوید احمد زياتوي، چې ستونزې يوازې د سپين بولدک او چمن ترمنځ په تېرېدونکې لار کې نه دې بلکې افغان مسافر پاکستان کې هم په ازاده توګه نه شي کولای له يوې سيمې بلې سيمې ته سفر وکړي.

دغه راز په پاکستان کې افغان کډوال هم د دوی پر وړاندې د ستونزو د ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، له خپلو کورونو څخه نورو سيمو ته په ډېر ستونزمن حالت کې سفر کوي.

د هغوی په وينا که له کورونو څخه راووځي نو د پاکستاني ځواکونو له لوري يې ټول سامان ضبطيږي او دوی محبسونو ته لیږي.

پاکستان ته نه یوازې تلونکي مسافر ځوریږي بلکي ډیر کله سوداګرو ته هم ستونزې جوړیږی او وخت ناوخت د سوداګریزو موټرو د تګ-راتګ پرمخ دروازه تړل کېږي.

د سپین بولدک دروازه ډیر کله د مسافرو ترڅنګ د سوداګریزو موټرو پرمخ هم تړل کېږي.

افغان سوداګر وايي، هر کال په لسګونو موټرو تازه ميوې او سابه هغه مهال خرابېږي چې د پاکستان حکومت له لوري ورته د بېلابېلو پلمو په بدل کې د تېرېدو اجازه ورنه کړل شي.

د سيد احمد په نوم يو تن افغان سوداګر وایي، د پاکستان حکومت دې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او سوداګريزې اړيکې سره بېلې کړي ترڅو د دوی پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.

دغه افغان سوداګر زياته کړه، چې له کندهار څخه هر کال د تازه ميوو په موسم کې تر ډېره انار او انګور پاکستان ته صادرېږي خو د لارې په اوږدو کې ډېر ځنډ او په مختلفو نومونو د پاکستان حکومت له لوري ورڅخه د مالياتو اخيستل د دې سبب کيږي ترڅو د ګټې پرځان زیان وکړي.

د ده په خبره، پاکستان کې دننه اقتصادي بحران سږکال کندهار کې هم پر سوداګریزې راکړې ورکړې اغیز کړې او د نورو کلونو په پرتله اوس د کندهار او کراچۍ ترمنځ سوداګري کمه شوې.

وموغښتل پاکستان کې د افغان قونسلګرۍ سره هم په دې اړه بحث وکړو خو له هڅو سره بيا هم بريالي نه شوو.

همدارنګه کندهار کې د طالبانو ولايتي مسوولين بیا وايي، د سوداګرو او مسافرو ستونزې ورته لومړيتوب لري او ډېر ژر به يې د حل په موخه اقدامات وکړي.

دوی پاکستان ته له تلونکو افغان مسافرو غوښتنه کوي ترڅو ياد هيواد ته د درملنې، سوادګرۍ، راکړې ورکړې او نورو چارو لپاره په قانوني توګه سفر وکړي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان حکومت له لوري په لسګونه افغان مسافر په داسې حال کې نيول شوي چې د سفر د قانوني اسنادو نه لرو تور پرې پورې شوی‌ دی.