انځور: ۸صبح ویب پاڼه

د طالبانو استخباراتو هلمند کې د تېر حکومت ۳۶ نظامیان او چارواکي نیولي

اطلاعات روز: هلمند کې سرچینې وایي، چې د طالبانو استخباراتو په دې ولایت کې د تېر حکومت ۳۶ نظامیان او چارواکي نیولي او زنداني کړي دي.

یوې سرچینې وویل، چې په نيول شویو کسانو کې د هلمند پخوانی مرستيال والي بشيراحمد شاکر د امنيتي پوستو قومندانان زقوم بانديز، مامور سلطان محمد، حکمت الله داوري او الله نظر شامل دي.

د سرچينې په وينا، دغه کسان له تېرې چهارشنبې راهيسې نيول شوي او دا مهال د طالبانو په زندان کې دي.

د دغو کسانو د نیول علت نه دی څرګند او نه هم طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ویلي دي.

که څه هم طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې، خو په بېلابېلو پلمو پخواني عسکر نيسي او زندان ته یې اچوي.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته د دغې ډلې په زندانونو کې يو شمېر پخواني سرتېري د شکنجې لاندې مړه او يو شمېر نور په مرموز ډول وژل شوي دي.