اطلاعات روز: د تخار په دښت قلعه کې سرچينې ادعا کوي چې د «مقاومت جبهې» غړو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ پر ودانۍ بريد کړی دی.
يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دا بريد تېره شپه (دوشنبه، ۸ د کب) شاوخوا يوه نيمه بجه شوی دی.
سرچينه ادعا کوي چې جګړه يو ساعت روانه وه او وروسته د «مقاومت جبهې» ځواکونو پر شاتګ کړی دی.
د سرچينې په وينا، په دې بريد کې د دښتقلعه په امنيې قومندانۍ کې د طالبانو يو رينجر موټر تخريب شوی دی.
یاده سرچينه ادعا کوي، چې د «مقاومت جبهې» ځواکونو په دې بريد کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستی دی.
طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.