انځور: Giannis Floulis/Reuters

یونان کې د اورګاډي د ټکر له امله ۲۹ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل دي

اطلاعات روز: یونان کې د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي اورګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ژوبل دي.

دا ټکر د مرکزي ښار لاريسا څخه دباندې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۹ د کب) ناوخته هغه مهال وشو چې کله يو مسافر وړونکی اورګاډی له اتن څخه شمالي ښار تيسالونيکي ته روان و او له يوه بل بار لېږدوونکي اورګاډي سره يې ټکر وکړ چې له همدې ښاره راروان و.

د الجزيرې شبکې د راپور له مخې درې ګاډۍ د اورګاډي له پټلۍ ښوييدلې او اور يې اخيستی دی.

د اور وژنې د ادارې يوه وياند په خبري ناسته کې ویلي، چې «لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه شوي دي.»

ټکر چې نيمه شپه پېښ شوی په اړه يې ډېر جزييات نه دي روښانه شوي او په سيمه کې د ژغورنې عمليات روان دي.

چارواکي وايي، چې لږ تر لږه ۸۵ کسان ژوبل دي.

د تيسالي سيمې والي کونسټانټينوس اګوراستوس SKAI  ټلويزیون ته ويلي، چې دا يو ډېر سخت او قوي ټکر و. ده زياته کړې چې د اورګاډي څلور لومړنۍ ګاډۍ له کرښې اوښتې دي او دوې لومړنۍ يې په بشپړه توګه ويجاړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ۲۵۰ مسافر چې کم ژوبل و د بس له لارې تيسالونيکي ته وړل شوي چې د پېښې له ځايه ۱۳۰ کيلومټره ليرې دی.

روغتونونه چې په سيمه کې د سوځېدلو قربانيانو درملنه کوي په تيارسي حالت کې دي او د پېښې ځای ته په لسګونو امبولانسونه لېږل شوي دي.

د اورګاډي ادارې يوه چارواکي ويلي، چې ټولټال ۳۵۰ کسان په اورګاډي کې سپاره و.

تر پېښې وروسته د حکومت له لوري بېړنۍ غونډه راغوښتل شوې او د يونان د روغتيا وزير د پېښې سيمې ته تللی دی.